د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس د ۵۸۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره پر دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زره تنو واوښت.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰۷۲ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۸۰ هغه یې مثبتې وې.
مجروح زیاته کړه، چې د ۵۸۰ تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۰۳۶ تنو ته ورسېده.
دغه راز نوړي و ویل، چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۸ تنه مړه شوي، چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسېده.
دی وايي، په همدې موده کې بیا ۶۵ تنه له دغه ناروغۍ روغ شوي، چې د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۲۰۹ تنو ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، دا چې په دې وروستیو کې د کرونا پېښې زیاتې شوې، لامل یې په اختر کې د خلکو له خوا ګڼه ګوڼه او روغتیايي توصیو ته نه پاملرنه ده.
هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او د روغتیا وزارت لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي له ناورین سره مخ کېدونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل