د روغتیا وزارت پلاوی:

ننګرهار کې د محرقې ناروغان ټول کرونا نیولي

8 جوزا 1399 ساعت 17:15

ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي.


ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي.

د جمهور آژانس د خبر خبر له مخې یاد پلاي ټینګار کړي، چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کرونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تللي پلاوي د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست له چارواکو سره هم په همدې تړاو لیدنه کړې.

سرچینه زیاتوی، په یاده لیدنه کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځه سوه نورو بېډونو د ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو او امکاناتو هم خبرې اترې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په افغانستان کې د کرونا ۵۸۰ تازه پېښې  ثبت شوې چې  ورسره په کرونا د اخته کسانو شمېر هم له ۱۳ زرو واوښت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128225

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/128225/

جمهور
  http://jomhornews.com