د هند او افغانستان ترمنځ د مځکې له لارې سوداګري بیا پیل شوه

9 جوزا 1399 ساعت 11:40

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ مځکنۍ سوداګري له درو میاشتو وروسته بیا پیل شوه.


هندي رسنیو راپور ورکړی،  چې د افغانستان او هند ترمنځ مځکنۍ سوداګري له درو میاشتو وروسته بیا پیل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  هند د پاکستان پولې ته څېرمه د اتاري بندر د کرونا ویروس د مخنیوي په پار بند کړی و، چې پرون پنشنبې د غبرګولي ۸ مه یې بېرته خوشي کړی دی.

هندي رسنۍ د د امرتسر د ګمرک کمیشنر دیپکا کومار ګوپتا له قوله وايي، له افغانستان څخه یو کانتینر، چې وچه مېوه پکې بار وه، د پنحشنبې په ورځ له پولې ورواوښت.

سرچینه زیاتوي، چې د هند خاورې ته له رسېدو سره سم، د لارۍ موټرچلوونکی په هغه طبي مرکز کې معاینه شو چې د هندي پنجاب ایالت حکومت په سیمه کې د کورونا وایرس لپاره تازه جوړ کړی دی.

د دغه مرکز او ګمرک ټولو کارکوونکو ته لاسپوټوني او ماسکونه ورکړل شوي دي.

د هند د وچې مېوې د ټولنې رييس انیل مهرا وايي چې د اتاري بندر له لارې د هند او افغانستان د  سوداګرۍ ارزښت د کال زر کروړ هندي روپیو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com