په کابل کې د غالب په نوم یو خصوصي پوهنتون ادعا کړې چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه جوړ کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پوهنتون پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی چې دا تشخیصیه کېټونه یې د علمي تحقیقاتي مرکز څېړونکو جوړ کړي دي.
دوی وايي، د عامې روغتیا وزارت تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت یې هم دا هڅه تایید کړې ده او زیاتوي، چې د دوی تشخیصیه کېټونه اوس کاملا د استفادې وړ دي.
عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې کندهار کې یوه یوناني طبیب هم ویلي، چې د کرونا واکسین یې جوړ کړی او په دوه ساعتونو کې دغه ناروغي له منځه وړي.
یاد حکیم چې وايي، جوړ کړي درمل د کرونا ناروغانو ته ویړیا ورکوي ټینګار کوي، چې د ده جوړ کړي درمل د کرونا مکمله درملنه کوي.
دغه حکیم په تلوېزیون باندې چلنج ورکړ، چې د عامې روغتیا پلاوی د ورشي او د ده درمل د وڅېړي او یا د هم په کرونا اخته ناروغ ورولي او دی د په کرونا اخته کړي، چې د ده په وینا نه یې شي پرې اخته کولی.
جمهورخبري اژانس:کابل