د ملي امنیت شورا: نااعلان شوی اوربند دوام لري

9 جوزا 1399 ساعت 11:57

که څه هم د اختر له اوربند وروسته په ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له اختر وروسته نا اعلان شوی اوربند اعلان کړی دی.ږ


که څه هم د اختر له اوربند وروسته په ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له اختر وروسته نا اعلان شوی اوربند اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د شورا ویاند جاوید فیصل نن جمعه د غبرګولي ۹ مه په خپل ټوېټر پاڼه  لیکلي، چې د طالبانو ۳ ورځنی اوربند که څه هم ختم شوی خو د دوی له بریدونو سربیره دا نا اعلان شوی اوربند هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړې،ملي امنیت شورا په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پروسې د دوام لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی فیصل وایي، اوربند یوه پېچلې پروسه ده او د پیښو د مخنیوي لپاره دوامدارې همغږۍ ته اړتیا ده.

د وسلوالو طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اعلان شوې ۳ ورځینې اوربند موده که څه هم پای ته رسېدلي خو دغې ډلې تر اوسه د دې پروسې د پای یا دوام په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

خو پرون یې ځینو سرچینو رسنیو ته تایید کړې وه، چې نااعلان شوی اوربند دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 128232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com