طالبانو په پکتیا کې ۱۳ سرحدي سرتيري وژلي دی

9 جوزا 1399 ساعت 12:59

ملي دفاع وزارت تاییدوی، چې پکتیا ولایت کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او ۱۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت تاییدوی، چې پکتیا ولایت کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او ۱۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزرات مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې  د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com