ناټو:

د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو

9 جوزا 1399 ساعت 17:21

ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.


ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بروکسل کې د ناټو سازمان له مقر نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ناټو مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا پرون له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی و.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کنفرانس مشري د سویلي اسیا سیمې لپاره د نړیوال بانک مرستیال کوله.

سرچینه زیاتوي، د دغه کنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې اترې وکړې.

د ناټو مرستیال سرمنشي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې له افغانستان سره د مرستو پر اهمیت او په دې برخه کې له نږدې څخه پر سلا مشورو ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له نږدې څخه په ګډه کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com