حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ زندانیان خوشي کړل

10 جوزا 1399 ساعت 9:04

افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د کړې هوکړې پر بنسټ د دغه ګوند ۱۶۴ زندانیان له څرخي پله او بګرام زندانو ورخوشي کړل.


افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د کړې  هوکړې پر بنسټ د دغه ګوند ۱۶۴ زندانیان له څرخي پله او بګرام زندانو ورخوشي کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  د سولې هوکړې د تطبیق کمېسیون مشر او په پارلماني چارو کې  د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وايي، دغه  زندانیان پرون جمعه د غبرګولي ۹ مه خوشي شول.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد شمېر بندیان د ولسمشرغني او ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په هلو ځلو خوشې شوي دي.

امرخېل وايي، له هوکړې سره سم به د حزب اسلامي نور پاتې بندیان هم په راتلونکو  څو اونیو کې خوشي کړی شي.
 
حزب اسلامي هم د خپلو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وايي،  نږدې ورځو کې ورته ژمنه ورکړل شوې ده چې ۴۲۵ بندیان یې راخوشې شي.

یاد ګوند وايي، دوی د سولې د هوکړې سره سم حکومت ته د خپلو ۲۵۰۰ زندانیانو لېست ورکړی او تمه ده، چې ټول راخوشي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128241

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128241/

جمهور
  https://www.jomhornews.com