امرالله صالح او عطا محمد نور د پښتو د ورځې په ویاړ:

ما غوندې پښتو زده کړی، پښتو ته باید ټول کار وکړو

10 جوزا 1399 ساعت 9:21

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس د پښتو د نړیوالې ورځې په وینا پښتونو ته مبارکي ورکړې ده.


د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس د پښتو د نړیوالې ورځې په وینا پښتونو ته مبارکي ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح ویلي د پښتو ورځې په وینا بهترینه مبارکي دا ده، چې پښتو ژبه زده کړی شي او ښاغلي نور بیا ویلي پښتو ته باید ټول کار وکړو.

ښاغلي صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پښتو ورځې په ویاړ بهترینه مبارکي دا ده چې پښتو ژبه هغسې یاده کړای شي، چې ده زده کړې ده.

هغه زیاته کړې« پښتو ژبې ورځ د مبارکۍ غوره لاره د پښتو زده کړه ده، د پښتو درناوی او زده کړه تاسوو ته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي.»

بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم د پښتو ژبې د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.

نوموړي هیله ښودلې چې د پښتو ژبې د غنا لپاره لا ګامونه واخیستل شي او د ژباړو لړۍ هم روانه وساتل شي او هم یې باید ملاتړ وشي.

ښاغلي نور ویلي« د پښتو غنامندي اړتیا ده او پکار ده چې ټول په کې برخه واخلو.»

د یادونې ده، چې د پښتو نړیواله ورځ په  لر او  بر او یو شمېر نورو هېوادونو کې د پښتنو له خوا په غونډو اوسمینارونو لمانځل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com