اروپايي ټولنه:

افغانستان کې نه اسلامي امارت منو نه یې ملاتړ کوو

10 جوزا 1399 ساعت 9:27

اروپايي ټولنه وايي، دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات کلک غوښتونکي دي، خو په هېڅ صورت ورته اسلامي امارت د منلو نه دی او نه به يې ملاتړ وکړي.


اروپايي ټولنه وايي، دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات کلک غوښتونکي دي، خو په هېڅ صورت ورته اسلامي امارت د منلو نه دی او نه به يې ملاتړ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګواښ کړی، چې د طالبانو د اسلامي امارت د راګرځېدلو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې سیاسي او مالي مرستې قطع کړي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي خو د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو، بشري حقونو، جمهوریت د خوندیتوب د شرطونو تر څنګ د دایمي اوربند او ژر تر ژره د افغاني مذاکراتو د پيل غوښتونکې هم ده.

اعلامیه وايي، دوی په افغانستان کې د یو داسې سیاسي حل غوښتونکي دي چې د ملګرو ملتونو د ټولو کنوانسیونونو سره پکې ټکر رانشي او په دغه هېواد کې دایمي ثبات ته لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي«د دولتي ادارو پياوړتیا، ظرفیت لوړونه او د اداري فساد پر ضد مبارزه هغه څه دي چې موږ په کې له افغانستان سره مرستې کول غواړو.»

اروپايي ټولنې ویلي، په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله نه مني او په وینا یې چې د طالبانو په شمول ټول افغان لوري باید د سولې له تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.

په اعلامیه کې په ځانګړي ډول طالبانو ته ویل شوی چې ژر تر ژره دې افغاني مذاکرات پيل کړي او د باور د فضا د جوړولو لپاره دې رښتینې اراده څرګنده کړي.

خو ګواښ یې هم ورته کړی دی چې د ملګرو ملتونو د تړون له مخې اروپایي ټولنه هیڅکله په افغانستان کې اسلامي امارت نه مني او نه یې ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com