پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ ګوادر بندر پرانست

10 جوزا 1399 ساعت 9:34

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي، له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې افغانستان هم سوداګري کولی شي.


د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي، له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې افغانستان هم سوداګري کولی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار عبدالرزاق داوود ویلي، دغه بندر پرون جمعه د غبرګولي ۹ مه بېرته د سوداګرو پر مخ پرانستل شو.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان له دې وروسته کولی شي چې په ګوادر بندر باندې د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي.

د هغه په وینا دغه بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رسېدلې او دا به افغانستان ته ورسول شي چې ورسره به افغانستان ته له دغه بندر څخه د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي.

عبدالرزاق داوود پر خپل ټویټر لیکلي، چې له دې بندر څخه به افغانستان ته د کیمیاوي سرې سربېره د غنمو او بورې صادرات هم پيل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128246

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128246/

جمهور
  https://www.jomhornews.com