افغانستان: نن د کرونا ۸۶۶ پېښې ثبت شوې، ټولې له ۱۴ زرو واوښتې

10 جوزا 1399 ساعت 14:46

افغانستان کې د کرونا ویروس د لګېدو راهیسې تر ټولو ډېرې ۸۶۶ پېښې نن ثبت شوې، چې په دې سره په یاده ناورغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ زرو واوښت.


افغانستان کې د کرونا ویروس د لګېدو راهیسې تر ټولو ډېرې ۸۶۶ پېښې نن ثبت شوې، چې په دې سره په یاده ناورغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ زرو واوښت.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۰ مه ویلي، په تېرو ۲۴ ساغتونو کې  د کرونا ۱۴۲۵ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې  ۸۶۶ یې مثبتې وې.

د وزارت د معلوماتو پر اساس په نویو تازه ثبت شویو پېښو کې بیا هم کابل او هرات په سر کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېر له مخې کابل کې۴۱۱، هرات کې ۱۷۷، بلخ کې ۳۹ ، ننګرهار کې ۳۵، تخار کې ۲۹، پکتیا کې ۲۸، پروان کې ۲۷، بادغیس کې ۲۶، بغلان او  لوګر کې ۱۹ – ۱۹ ، کندوزکې ۱۶، کاپیسا کې ۱۵، غزني کې ۱۰، پنجشېر کې ۵، بدخشان او کنړ کې څلور څلور، وردګو کې ۳ او فاریاب کې  دوه پېښې ثبت شوې  دي.

یاد وزارت وايي،  د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵۲۵ تنو ته ورسېده، چې ۱۳۰۳ تنه بېرته ترې روغ شوي او ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128259

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128259/

جمهور
  https://www.jomhornews.com