د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوی له غړو سره کتنه کې و و یل، تمه ده دوه اونیو کې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه نن شنبې د غبرګولي ۱۰ مه له غرمې مخکې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه او ښاغلي عبدالله د افغانستان سیاسي کړکېچ پر حل خوشحالی وښوده.
د ملي مصالحې شورا مطبوعاتي دفتر خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي عبدالله د مرکچي پلاوی له غړو سره خبرو کې و ویل، چې افغان حکومت د مرکچي پلاوي په ټاکلو، د مذاکراتو د اساسي کرښو او نقشې او د مذاکرات د پیل په برخه کې یوه واحد لید لوري ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې مرکچي پلاوی د ټولنې د ټولو اقشارو او قومونو څخه استازیتوب کوي، چې په پوره صلاحیت سره به د خبرو پر لور لاړ شي.
ښاغلي عبدالله و ویل، تمه ده، چې دوه اوونیو کې له طالبانو سره د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي، خو په وینا یې تر اوسه یې کره نېټه او ځای نه دی معلوم شوی.
هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د افغان دولت پلاوی به د خبرو میز ته له یوې واحد او منسجم لید لوري سره ولاړ شي او هلته به له اسلامي او ملي ارزښتونو په کلکه دفاع وکړي.
دی وايي، چې د سولې مرکچي پلاوی، د الله ج، خلکو او په هېواد کې د تل پاتې او عادلانه سولې د راوستلو په برخه کې دروند مسوولیت لري او تمه ده، چې په ښه توګه یې ادا کړي.
په ورته وخت کې د مرکچي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزي په خپلو خبرو کې د یاد ټیم له کړنو لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دوی به د یوه واحد او منسجم ټیم په توګه د خبرو میز ته ولاړ شي او له خلکو به ښه استازیتوب وکړي.
د ناستې په پای کې د مرکچي پلاوي غړو د مذاکراتو د پیل او پر مخ وړلو لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل او د ملي مصالحې په عالي شورا کې یې د ځوانانو او ښځو په مانا لرونکي ګډون ټینګار وکړ.
د شورا رییس ښاغلي عبدالله دوی ته ډاډ ورکړ، چې د سولې د ملي مصالحې په عالي شورا کې به د ټولنو د نورو اقشارو په ګډون ځوانانو او مېرمنو ته هم پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل