ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې له نوي سفیر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان غواړي له روسیې او سیمې هېوادونو سره د اړیکو نوی باب پرانیزي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن شنبې د غبرګولي ۱۰ مه د کابل لپاره د روسیې د نوي ګمارل شوي سفیر دمیتري الکساندر وویچ ژیرنوف سره ولیدل او د هغه باورلیک یې ومانه.
ښاغلي غني ژیرنوف ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګنده کړه ویې ویل، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره چې د افغانستان مهم شریکان دي، اړیکې پراخې کړي او هر کال دې هیوادونو ته زرګونه ټنه کرنیز محصولات صادروي.
خو په وینا یې اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو (روسیې ـ افغانستان) مناسبات هم لا زیات غښتلي شي.
ولسمشر وویل«موږ د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه افغانستان ته انرژي واردو او غواړو خپلو محصولاتو ته نورې لارې هم پرانېزو په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته، ترڅو وچې میوې او نور توکي ورته صادر کړو. موږ له سیمې او روسیې سره د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو غوښتونکي یوو.»
ښاغلي غني زیاته کړه، راتلونکې ته یې لیدلوری دا دی چې په افغانستان کې ریل پټلۍ سرتاسري شي او بهرنیو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د صادرېدو زمینه برابره شي.
دغه راز ولسمشر غني و و یل، چې افغانستان او روسیه به د سیمه ییزو همکاریو په غښتلتیا او سولې ګډ کار وکړي.
د روسیې نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف له ولسمشره د باورلیک منلو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې په خپل ماموریت خوښي وښوده.
هغه وویل، د خپل ماموریت پر مهال به له افغانستان سره د روسیې د مناسباتو د لا پياوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل