حکومت او طالبانو یو د بل نږدې اته سوه زندانیان ازاد کړي

11 جوزا 1399 ساعت 9:17

د ملي امنیت شورا وايي، له څرخي پله او په هېواد کې له نورو زندانونو تازه د طالبانو نږدې ۷۱۰ کسه بندیان خوشي کړي دي.


د ملي امنیت شورا وايي، له څرخي پله او په هېواد کې له نورو زندانونو تازه  د طالبانو نږدې ۷۱۰ کسه بندیان خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا زیاته کړې، چې دغه بندیان پرون خوشي شوي او دا لړۍ به نن هم دوام ولري.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر د حکم د تطبیق او دوه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو لپاره به دغه لړۍ روانه وي.

نوموړی زیاتوي، چې ۷۱۰ زندانیان یې ازاد کړي دي او په راتلونکو ورځو کې به دغه شمېره تر دوه زرو پورې رسوي.

بلخوا طالبانو هم په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د افغان حکومت ۷۳ بندیان خوشي کړي.

افغان حکومت وايي د زندانیانو له خوشي کولو یې موخه دا ده چې د سولې پروسې لپاره شته خنډونه له منځه لاړ شي او په دې توګه روانه جګړه پای ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 128284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com