سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۰مه) د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، پېښه د لارو د خرابوالي او موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل