هرات کې ترافيکي پېښې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي دي

11 جوزا 1399 ساعت 9:42

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي  ۱۰مه) د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، پېښه د لارو د خرابوالي او موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com