افغانستان کې د کرونا تازه ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۵ زره واوښت.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن یکشنبې د غبرګولي ۱۱ کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۱۱۲ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۶۸۰ یې ترې مثبت وې.
نوموړی وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۲۰۵ تنو ته ورسېده او که احتیاط ونه شي، ښايي د مړو په ټولولو پورې خلک حیران شي.
دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ تنه له دغه ناروغۍ مړه شوي او ۲۵ نور رغېدلي، چې مړي ۲۵۷ او رغېدلي ۱۳۲۷ تنو ته ورسېدل.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ، چې احتیاط وکړي، له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او د روغتیاپالانو سپارښتونو ته جدي پاملرنه وکړي، که نه بحران رامنځ ته کېدونکی دی او خلک به بیا د تابوت موندلو پورې حیران وي.
محمد رقیب فیاض:کابل