احمد جواد عثماني د روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

12 جوزا 1399 ساعت 10:34

د ولسمشر غني له خوا احمد جواد عثماني د عامې روغتیا د سرپرست او په راتلونکې کابینه کې د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.


د ولسمشر غني له خوا احمد جواد عثماني د عامې روغتیا د سرپرست او په راتلونکې کابینه کې د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د جلا حکم پر اساس ډاکتر احمد جواد عثماني د افغانستان د عامې روغتیا وزرات د سرپرست او نوماند وزیر په  توګه  ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ډاکتر فیروز الدین فیروز د عامې روغتیا وزیر و.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا مخکني وزیر فیروزالدین فیروز رسما اعلان وکړ چې نور یې د عامې روغتیا په وزارت کې ماموریت پای ته رسیدلی دی.

ښاغلی فیروز، چې له ۵ کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزیر و نن یکشنبه په رسمي توګه په دې وزارت کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

نوموړي ویلي«دا د خوښۍ ځای دی چې د عامې روغتیا وزارت د خدمتګار په توګه له پنځو کلونو دندې وروسته مې په رسمي توګه خپل ماموریت پدې وزارت کې بشپړ کړ.»

د عامې روغتیا په وزارت کې د ښاغلي فیروز ماموریت په داسې حال کې پای ته رسیدلی چې افغانستان د کورونا ویروس سره په مبارزه کې سختې ورځې تیروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com