نبیل:

پاکستان د خپلو موخو لپاره د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات راټوکولي

12 جوزا 1399 ساعت 10:59

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، دا رښتیا ده، چې پاکستان د خپلو موخو لپاره په طالبانو کې اختلاف اچولی او ګڼ مشران یې ګوښه کړي دي.


د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، دا رښتیا ده، چې پاکستان د خپلو موخو لپاره په طالبانو کې اختلاف اچولی او ګڼ مشران یې ګوښه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو په ډله کې د اختلافاتو په پیداکولو او کمزوري کولو سره د پاکستان استخباراتي شبکه آی اېس آی د خپلو موخو لپاره کار کوي او په کې مخکې وران دي.

رحمت الله نبیل په خپله رسمي ټوېټر پاڼه تایید کړې، چې د طالبانو ترمنځ د واک  پر سر ناندرۍ او ګډوډۍ هم  رامنځ ته شوې دي.

نوموړي ویلي، ملا یعقوب (د ملا عمرزوی) چې د طالبانو د تحریک مشري او اوسمهال د تحریک چارې هم په  لاس کې اخیستې د تحريک نورو غړو سره د  نظر اختلاف لري.

دی وايي له کبله د طالبانو په مشرتابه کې د واک پر سر ناندرۍ او ګډوډۍ رامنځ ته شوې  او ډېری مشران په کرونا ویروس هم اخته شوي دي.

ښاغلي نبیل زیاته کړې، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینې غړي ګوښه شوي او بیرته به ډير ژر پاکستان ته واستول شي.

دی زیاتوي، آې اېس آې هڅه کوي چې د ملا یعقوب په هڅولو سره د کوټې شورا د ځینو هغو مشرانو او غړو چې په افغانستان کې يې پخوا ژوند کړى او يو څه نا څه له افغانستان سره خواخوږي لري  رول کمزوری کړي.

نبیل ویلي«پدې توګه آی اېس آی غواړي د حقاني شبکې د ملاتړ او پراخولو سره د طالبانو پر تحريک خپل اغيز او كنترول  یو ځل بیا ټينګ کړي، د باوري سرچینو په وینا به د طالبانو په سیاسي دفتر کې ژور بدلونونه راشي.»

نبیل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې فارن پالیسي په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبیت الله او حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر طالب مشران په کرونا اخته شوي او اوس ټولې چارې د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب په لاس کې دي.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي، چې دي، چې د دوی مشران نه په کرونا اخته دي او نه یې هم تر منځ اختلافات شته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com