هند د پاکستان دوه دیپلوماتان د جاسوسي په تور شړي

12 جوزا 1399 ساعت 11:32

د هند حکومت د پاکستان دوه دیپلوماتانو ته له دې کبله له هند څخه د وتلو امر کړی، چې په وینا یې جاسوسي کوي.


د هند حکومت د پاکستان دوه دیپلوماتانو ته له دې کبله له هند څخه د وتلو امر کړی، چې په وینا یې جاسوسي کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د هند حکومت تېره ورځ په نوي ډهلي کې د پاکستان د سفارت دوه ديپلوماتان د څو ساعتونو لپاره توقیف کړي وو او تر هغه وروسته یې خوشي کړي، خو له هېواد یې د وتلو غوښتنه ترې کړې ده.

په همدې  تړاو د هند حکومت د پاکستان سفارت ته یو لیک هم سپارلی دی او په هغه کې یې ترې غوښتي چې یاد ديپلوماتان دې ژر تر ژره له هند ووځي او تر څنګ یې باید دا ډاډ هم موجود وي چې پاکستاني ديپلوماتان هند ته ضرر نه رسوي.

بل خا پاکستان بیا پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی او وایي چې ديپلوماتانو یې هېڅ وخت کوم غیر دیپلوماتک او غیر قانوني اقدام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com