د استرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر جنګي جنایتونو اعتراف کړی وايي، په څو اونیو کې به دغه جنایتونه وڅېړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا حکومت په رسمي توګه اعلان کړی، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړنه پيل کړې ده.
د استرالیا دفاع وزارت ځانګړې څارنوالې د څو هغو سرتېرو دوسیې پرانیستې چې په دغه جنګي جنایتونو کې په لاس لرلو تورن دي.
د استرالیا حکومت دغه کسانو ته ویلي، چې څارنوالۍ ته حاضر شي او د قضیې په اړه توضیحات ورکړي.
د استرالیا حکومت ټینګار کوي چې په څو اونیو کې به دغه قضیې لا روښانه کړي او بیا به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د یادونې ده، وروسته له دې چې نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له جنګي جنایتونو او همدا راز د دغه ځواکونو له لوري د عامو وګړو د وژلو په تړاو راپورونه خپاره کړل د استرالیا حکومت مجبور شو چې دغه قضیې په رسمي توګه وڅېړي.
جمهورخبري آژانس:کابل