د کاپیسا د ترافیکو آمر په وسله وال برید کې وژل شوی دی

12 جوزا 1399 ساعت 13:10

راپورونه وايي، د کاپیسا د ترافیکو آمر سید منیر د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.


راپورونه وايي، د کاپیسا د ترافیکو آمر سید منیر د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې سید منیر نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۲مه) سهار غوښتل له خپله کوره دفتر ته لاړ شي چې د ناپېژانده وسله والو له برید سره مخ شوی دی.

ویل کېږي، په پېښه کې نوموړی وژل شوی خو د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

بلخوا بیا د همدې پېښې په تړاو د کاپیسا ګڼو اوسېدونکو لاریون کړی وايي، حکومت دې د پېښې عاملین ونیسي او په اړه یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 128309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com