افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۵۷۵۰ ته ورسېدې

12 جوزا 1399 ساعت 13:44

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره ۱۵۷۵۰ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره ۱۵۷۵۰ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د  جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات نن دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۸ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۴۵ یې مثبتې وې.

د وزارت په وینا له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۶۶ کابل، ۱۷۷ هرات، ۴ بلخ، ۹۲ پکتیا، ۵۰ ننګرهار، ۲ بادغیس، ۱۴ تخار، ۱۷ لوګر، ۱۲ وردګ، ۲۰ بامیان، ۲ لغمان، ۴۸ سمنګان، ۳۰ فراه، ۱۴ غور، ۱۲ کاپيسا، ۲۲ خوست، ۳ جوزجان او ۱۴ په زابل کې دي.

د یادونې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي او ۱۰۰ نور روغ شوي، چې د مړو شمېر ۲۶۵ او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۴۰۵۷ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس مخ پر زیاتېدو دی او که خلک جدي احتیاط ونه کړي، نو ناورین رامنځ ته کېدونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com