سور صلیب:

افغانستان ښايي د کرونا له امله د بشري ناورین سره مخ شي

13 جوزا 1399 ساعت 9:42

د سره صلیب نړیوالې کمېتې په افغانستان کې د کرونا ویروس له ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړي وايي، دا هېواد د یاد ویروس له امله د بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی.


د سره صلیب نړیوالې کمېتې په افغانستان کې د کرونا ویروس له ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړي وايي، دا هېواد د یاد ویروس له امله د بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېتې پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس په بې ساري ډول د زیاتېدو په حال کې دي.

د یادې کمېټې په وینا د کرونا د چټک خورېدو سره بله ستونزه دا ده، چې د یاد ویروس د ټسسټ لپاره هم وړتیا لږ ده او دا په دې مانا دی، چې زیات خلک له معایناتو پاتې کېږي.

نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.

د دغه سازمان په وینا دې کار افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې  په کرونا ویروس د اخته کسانو  شمېر ۱۵۷۵۰ تنو ته رسېدلي، چې نېږدې دوه نیم سوه یې وژلي او  کابو پنځلس سوه ترې جوړشوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com