کندوز کې ماین چاودنې ۷ کارګر وژلي دي

13 جوزا 1399 ساعت 14:45

سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د کارګرانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د کارګرانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په ځنګل باشي سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د کارګرانو موټر په یاده سیمه کې د سړک د غاړې په ماین ختلی، چې ۷ تنه یې وژلي او ۶ ټپیان دي.

دی زیاتوي، ټپیان ټول روغتون ته لېږدول شوي، چې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک او دوه تنه د ډاډ وړ دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیتسی.
 
جمهورخبري آژانس:کندوز
 


د مطلب کود: 128334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com