محمود کرزی هم وزیر شو، ارګ وايي کابینه به ژر بشپړه شي

13 جوزا 1399 ساعت 15:09

د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توکه ټاکل شوی دی.


د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توکه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د نوې کابینې معرفي د حکومت لومړیتوب دی او ډېر ژر به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې ژر تر ژره د کابینې د غړیتوب لپاره نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي او په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی.

د یادونې ده، چې ارګ تر اوسه پورې د مالیې، بهرنیو چارو، عامې روغتیا او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com