فارن پالیسي:

ملا هبت الله کرونا مړ کړی، طالبان: مشرانو مو روغ دي

13 جوزا 1399 ساعت 15:24

فارن پالیسي نشریې ته سرچینو ویلي، ښايي د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ شوی وي.


فارن پالیسي نشریې  ته سرچینو ویلي، ښايي د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ شوی وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو د نامه نه ښودو په شرط زیاته کړې، ملا هبت الله په کرونا ویروس اخته شوی و او د درملنې پر مهال یې سا ورکړې ده.

همدا راز یو شمېر نورو طالب سرچینو بیا دغه نشریې ته ویلي، ملا هبت الله په کرونا ویروس اخته شوی دی، خو تر درملنې لاندې دی.

درېیو طالب سرچینو د نامه نه ښودو په شرط بیا فارین پالیسي ته ویلي چې ملا هبت الله تر درملنې لاندې و خو سا یې ورکړې ده.

بلخوا داسې راپورونه هم شته چې د ملا یعقوب د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دمګړی د طالبانو د سرپرست مشر په توګه ګومارل شوی دی.

فارن پاليسي نشرې  تر دې څو ورځې  وړاندې  د طالب سرچینو له قوله د دوی د مشر ملا هبت الله او د مرستیال سراج الدین حقاني په ګډون د یو شمېر طالب مشرانو په کرونا ویروس د اخته کېدو راپور ورکړی وو.

تر دغه راپور وروسته د افغانستان د ملي امنیت  پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي و، چې  د طالبانو ځینې  مشران په کرونا ویروس اخته شوي دي.

هغه دا هم ویلي و، چې د طالبانو مشري اوس د ملا یعقوب په لاس کې ده او د پاکستان حکومت د خپلو موخو لپاره د طالبانو په مشرتابه کې ژور اختلافات راټوکولي دي.

خو وسله والو طالبانو دغه راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دوی په مشرتابه کې کوم اختلاف نشته او نه هم څوک په کرونا اخته شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ددوی مشران سالم دي او کوم یو یې پر کرونا نه دی اخته شوی.

نوموړي دا خبره هم رد کړې چې ګواکي د طالبانو مشر ملا هبت الله په کرونا د اخته کېدو له امله مړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128344

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com