د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د بشردوستانه روغتیایي مرستې د رارسېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرستې نن سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه سهار افغانستان ته رارسېدلې دي.
خبرپاڼه وايي، دا مرستې، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب او په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژرنوف په حضور کې، د افغانستان روغتیا وزارت ته سپارل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، میرویس ناب په روانو سختو شرایطو کې د روسیې هېواد د مرستو مننه کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د روسیې سفیر هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر تر دې دوه ورځې وړاندې د ایران طبي مرستې هم افغانستان ته رارسېدلې وې.
تر اوسه پورې، چین، متحده عربي اماراتو، هند، ازبکستان او روسیې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې طبي مرستې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل