امرالله صالح خلکو ته:

یا قرنطین مراعت کړی یا ډلیزه مړینې ته چمتوالی ونیسی

13 جوزا 1399 ساعت 15:44

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د یو ویډیویي پیغام له لاري ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې خپل اوج ته رسېدلې دي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د یو ویډیویي پیغام له لاري ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې خپل اوج ته رسېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح زیاته کړې،  له بده مرغه چې هېوادوالو او ان یو شمېر مخورو شخصیتونو هم دا ناروغي بابېزه ګڼلې ده او خلک یې غونډو ته رابللي دي.

صالح زیاته کړې، ډېری خلک قرنطین هم نه مراعاتوي خو د ده په وینا په ډله ییزه توګه د وژل کېدو او په کور کې له کېناستو باید یوه لاره یې غوره کړل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې په کرونا  ویروس د اخته کسانو  شمېر تر ۱۶ زره اوښتی دی.

دغه ناروغۍ تر اوسه کابو ۲۵۰ تنه وژلي او کابو ۱۵ سوه بېرته ترې روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په ورا وار خبردای ورکړی، چې که خلک جدي تدابیر ونه نیسي او د روغتیاپلانو لارښودنې عملي نه کړي، نو د مړو په ښخولو پورې به خلک حیران شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com