ملګري ملتونه:

امریکا سره د تړون په ضد د طالبانو نوې ډله جوړه شوې

13 جوزا 1399 ساعت 15:57

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون په ضد په طالبانو کې یوه نوې ډله جوړه شوې ده.


د ملګرو ملتونو په تازه خپاره  شوي راپور کې ویل شوي،  چې له امریکا سره د طالبانو د تړون په ضد په  طالبانو کې یوه  نوې ډله جوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له  مخې دغه راپور چې د می په  ۲۹ مه خپور او  پرون دوشنبې د جون اوله یا غبرګولي ۱۲ مه مطبوعاتو ته راوتلی راغلي، چې چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه مختلف نظرونه موجود دي‌ او داسې نه ښکاري چې دا تړون دې کامیاب شي.
 
په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په منځ کې د (حزب ولایت) په نامه یوه نوې ډله جوړه شوې چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون خلاف ده.

راپور وايي ځینو نورو طالب جنګیالیو هم د دغه تړون خلاف خپله لاره بیله کړې ده او له دې پلوه د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.

دغه راز په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزیات خپلو جنګیالیو ته نه دي‌ خپاره کړي.

د طالبانو ترمنځ د اختلاف خبره څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم کړې وه، او ویلي یې وو، چې د طالبانو په مشرانو کې هم د نظر اختلاف شته چې امریکا له افغانستان څخه ووځي که نه.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې وه، چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې خپله ګټه کوي.

د یادونې ده، چې تازه فارن پالیسي هم د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو په مشرتابه کې اختلاف رامنځ ته شوی او اوس ټولې چارې د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب په لاس کې دي.

دغه نشریې د نوم نه ښودلو په شرط د ځینو طالب سرچینو له قوله دا هم ویلي و، چې د دوی مشر ملا هبت الله په کرونا اخته و او مړ شوی دی.

خو د افغانستان د  ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بیا ویلي دي، چې پاکستان د خپلو موخو لپاره د طالبانو په مشرتابه کې ژور اختلافات رامنځ ته کړي او هڅه کوي، د ملایعقوب پر مټ په افغانستان کې جګړې ته دوام  ورکړي.

خو وسله والو طالبانو په خپل مشرتابه کې د اختلاف او کرونا ویروس د خورېدو راپورونه په کلکه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com