ایران ته تښتېدلي په قتل تورن پنځه افغانان بېرته افغانستان ته سپارل شوي

13 جوزا 1399 ساعت 16:37

کورنیو چارو وزارت وایي، ایران ته تښتېدلي په قتل تورن پنځه کسان چې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي وو بېرته یې د افغانستان انټرپول پولیسو ته سپارلي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، ایران ته تښتېدلي په قتل تورن پنځه کسان چې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي وو بېرته یې د افغانستان انټرپول پولیسو ته سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې  د غبرګولي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه  کې ویلي، دا پنځه کسان په هرات، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې د څلورو کسانو تر وژلو وروسته ایران ته تښتېدلي وو.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کسان نن بېرته د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ افغانستان ته استول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com