شاهین:

د ملګرو ملتونو وروستی راپور د طالبانو امریکا د موافې ناکامولو په پار خپور شوی

14 جوزا 1399 ساعت 9:04

وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور په کلک رد او بې اساسه وباله، چې ویلي یې دي، طالبان له القاعده سره اړیکې لري او په منځ کې یې اختلافات رامنځ ته شوي.


وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور په کلک رد او بې اساسه وباله، چې ویلي یې دي، طالبان له القاعده سره اړیکې لري او په منځ کې یې اختلافات رامنځ ته شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو په راپور کې، چې د تېرې دوشنبې غبرګولي ۱۲ مه خپور شوی دی، راغلي، چې طالبانو له القاعده سره اړیکې نه دي پرېکړې او دغه ډله لا هم په افغانستان له ۴ تر ۵ سوه پورې روزنیز مرکزونه لري.

دغه راز په دې راپور کې دا هم ویل شوی و، چې د طالبانو په منځ کې د حزب ولایت په نوم یوه بله ډله راپورته شوې، چې د طالبانو او امریکا د کړې موافقې مخالفه ده.

سرچینې ویلي و، همدې ستونزو ته په کتو کېدای شي، د امریکا او طالبانو تر منځ شوې موافقه له ستونزو سره مخ او ماته شي.

د دې ترڅنګ فارن پالیسي د ځینو طالب سرچینو له قوله ویلي و، چې د دوی مشر ملا هبت الله د کرونا ویروس له امله مړ شوی، سراج الدین حقاني هم په دغه ناروغۍ اخته او اوس ټولې چارې ملا یعقوب مخ ته وړي، چې د مشرتابه پر سره هم د طالبانو په منځ کې اختلاف رامنځ ته شوی.

خو طالبانو هم د ملګرو ملتونو او هم د فارن پالیسي راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې دا د لوېدیځو رسنیو تبلیغات دي، چې هڅه کوي، د طالبانو او امریکا تر منځ کړې موافقه ناکامه کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین نن د ملګروملتو راپور په لکه رد کړی ویلي یې دي، په راپور کې د اسلامي امارتپه اړه ناسمې، استخباراتي او عُقدې څرګندونې شوي دي.

شاهین د طالبانو په منځ کې د درز ادعا هم رد کړی وايي، د طالبانو لیکې متحدې، یو لاس او هیڅ راز انشعاب او بېلتون پکې نشته.

د هغه په وینا د اسلامي امارت ټول مجاهدین  د خپلو مشرانو پرېکړې په کلکه رعایتوي او تېر اوربندونه دا حقیقت ثابتوي.

نوموړي زیاته کړې«موږ له امریکا سره پر لاسلیک شوې موافقه، چې د ملګروملتو امنیت شورا هم تایید کړې ده، کلک ژمن یوو او د ځان له لوري په موافقې کې راغلي ژمنې عملي کوو.»

شاهین د ملګروملتو په راپور کې د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو دوام ته اشاره ویلي، د موافقې پر اساس اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا د امنیت پر ضد کار واخلي، یا دلته د چا د تاوان لپاره روزنیز کمپونه جوړ کړي او یا زموږ له خاورې څخه په استفادې د چا پر ضد چنده ټوله کړي.

شاهین د ملګروملتو د راپور هدف په مجموع کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ناکامول، په هیواد کې د جګړو د اور تود ساتل او د ده په وینا د ځینو دښمنو او استخباراتي کړیو د ناروا ګټو ساتل بللي دي.

د هغه په وینا د امریکا او طالبانو موافقه په افغانستان کې د دایمي امنیت، سولې او د جګړې د پای ته رسېدا مهمه وسیله او وثیقه ده.

د طالبانو د قطر دفتر و یاند سهیل شاهین ټینګار کړي، چې د ځینو دښمن او استخباراتي کړیو ګټې د جګړې له دوام سره تړلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128364

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128364/

جمهور
  https://www.jomhornews.com