۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۷۲۶۷ ته ورسېدې

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ زره واوښت.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۷۲۶۷ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ زره واوښت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزرات چارواکي زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۵۸ مثبت پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۲۶۷ تنو ته ورسېده.

سرچینه زیاتوي، په تازه ثبت شویو پېښو کې تر ټولو ډېرې ۳۳۲ په کابل، ۲۱۶ په هرات، ۵۴ په کندهار او ۵۲ په بلخ ولایتونو کې  ثبت شوې دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزرات وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ناورغۍ له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ۷۸ جوړشوي، چې د مړو شمېر۲۹۴ او د جوړو شویو شمېر ۱۵۲۲ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزرات د کرونا ورځ تر بلې زیاتېدو او پراخېدو لامل د خلکو بې پروايي او روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه بولي.

د دوی په وینا که چېرې خلک همداسې ګڼې ګوڼې ته دوام ورکړي او روغتیايي تدابیر په پام کې ونه نیسي، لرې نه ده، چې د مړو په ټولو پورې به حیران شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي