افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۷۲۶۷ ته ورسېدې

14 جوزا 1399 ساعت 14:04

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ زره واوښت.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ زره واوښت.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزرات چارواکي زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۵۸ مثبت پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۲۶۷ تنو ته ورسېده.

سرچینه زیاتوي، په تازه ثبت شویو پېښو کې تر ټولو ډېرې ۳۳۲ په کابل، ۲۱۶ په هرات، ۵۴ په کندهار او ۵۲ په بلخ ولایتونو کې  ثبت شوې دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزرات وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ناورغۍ له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ۷۸ جوړشوي، چې د مړو شمېر۲۹۴ او د جوړو شویو شمېر ۱۵۲۲ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزرات د کرونا ورځ تر بلې زیاتېدو او پراخېدو لامل د خلکو بې پروايي او روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه بولي.

د دوی په وینا که چېرې خلک همداسې ګڼې ګوڼې ته دوام ورکړي او روغتیايي تدابیر په پام کې ونه نیسي، لرې نه ده، چې د مړو په ټولو پورې به حیران شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 128378

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128378/

جمهور
  https://www.jomhornews.com