سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دوی وايي، ټپیان یې د درملني په موخه نږدې روغتون ته رسولي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې څلور تنه یې ټپیان کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار