۰
ویون انګلیسي ویبپاڼې:

د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي افغانستان کې فعالیت لري

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
ویون انګلسي ویبپاڼې د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر اساس ویلي، افغانستان کې افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي فعالیت لري.
د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي افغانستان کې فعالیت لري
ویون انګلسي ویبپاڼې د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر اساس ویلي، افغانستان کې افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي فعالیت لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاته کړې، چې په یاد شمېر پاکستاني جنګیالیو کې ۱۰۰۰ تنه یې په جیش محمد  او لشکر طیبه وسله والو ډلو پورې چې  پاکستان کې مېشتې دي تړاو لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې جیش محمد او لشکر طیبه هم د القاعده په شان طالبانو سره همکاري کوي او افغانستان ته د بهرنیو وسله والو په لېږدولو کې مهم رول لري.

راپور وايي، دغه ترهګر بیا په افغانستان کې د طالبانو د روزنې، ټریننګ، د چاودېدونکو موادو د متخصصینو په توګه کار کوي.

دغه آژانس زیاتوي، چې لشکر طیبه او جیش محمد د افغانستان په مهمندره، دوربابا او شیرزادو کې اډې لري او په کونړ کې هم لشکر طیبې د ۲۲۰ وسله والو یو کمپ اجولی دی او  ۳۰ تنه یې تل د طالبانو په لیکو کې ګرځي.

ویون ویبپاڼې ویلي، هغه پاکستانیان چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو په چوکاټ کې جنګيږي، شمیر یې ۶ نیم زرو ته رسېږي، چې نه یوازې وسله وال بریدونه کوي، بلکې د نشه يي توکو په قاچاق کې هم ښکېل دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې دغه پاکستاني جنیګالي پر دې سربېره کانونه په غیر رسمي ډول استخراجوي او کراچۍ ته یې د تصفیې لپاره لېږدي، چې هلته بیا د پاکستاني محصولاتو په نوم پلورل کېږي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو د تېرې دوشنبې غبرګولي ۱۲مه د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړ، چې په کې  یې ویلي طالبانو لا هم د القاعده شبکې سره اړیکې نه دي  پرې کړې او دغه ډله افغانستان کې له ۴ تر ۶ سوه پورې روزنیز مرکزونه لري.

خو وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور په کلکه رد کړ او دا یې د له امریکا  سره د دوی د کړې موافقې د ناکامولو هڅه وبلله.

طالبانو ویلي، دوی له هېڅ ترهګرۍ ډلې سره اړیکې نه لري او نه به هم چا ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان خاروه د نورو پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي