لیندسي ګراهام:

تېروتنې باید پای ته ورسوو او له افغانستان خپل ځواکونه وباسو

15 جوزا 1399 ساعت 9:25

امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام، وايي، یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه، چې نور باید دا تېروتنې پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.


امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام، وايي، یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه، چې نور باید دا تېروتنې پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتور ګراهام دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت، سولې، روانې جګړې او سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته په تازه لېږلي لیک کې کړې دي.

دغه امریکايي سناتور په دې لیک کې ویلي، چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستان و ایستل شي ځکه پوره ۱۹ کاله جګړه په دغه هېواد کې یوه تېروتنه وه.

دی وايي، پر طالبانو او افغانستان یوازې د دې لپاره برید چې دوی د القاعده شبکې مشران ساتلي یوه تېروتنه وه او نور امریکایي سرتېري باید له افغانستان و ایستل شي.

ګراهام دا هم زیاته کړې، چې امریکایي چارواکي دې له طالبانو سره له شوې هوکړې ځان ډاډه کړي او دغه هوکړه باید په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړي چې بیا ځلې امریکا او د امریکا متحدینو ته له دې هېواد ګواښ متوجه نه شي.

یاد امریکايي سناتور د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی او د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور او درانه لګښتونه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com