۰

د جاپاني ناکامورا یا افغان کاکا مراد لور افغانستان ته راځي

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د جاپاني الااصله افغان ډاکتر تیتسو ناکامورا یا کاکا مراد مشرې لور پتیلې، چې افغانستان ته ولاړه شي او د خپل پلار نیمګړو کارونو ته دوام ورکړي.
د جاپاني ناکامورا یا افغان کاکا مراد لور افغانستان ته راځي
د جاپاني الااصله افغان ډاکتر تیتسو ناکامورا یا کاکا مراد مشرې  لور پتیلې، چې افغانستان ته ولاړه شي او د خپل پلار نیمګړو کارونو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر تیتسو ناکامورا مشره لور اکيکو ناکامورا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پلار یې له افغانستان او افغانانو یې له پلار سره زیاته مینه درلوده.

هغه وايي، د افغانستان سره یې د پلار او له پلار سره یې د افغانانو مینې دې ته اړ کړې، چې دا هم افغانستان ته ولاړه شي او د خپل پلار کارونو ته دوام ورکړي.

نوموړې ویلي، کله کله به یې له پلار سره ګډ کار کاوه، خو د‌ نه غوښتل د پلار پر لاره ولاړه شي، مګر احساس یې هغه وخت بدل شو چې کله دا د خپلې مور سره يوځای افغانستان ته راغله او د ولسمشر غني له لوري يې تود هرکلی وشو او پر الوتکه د هغې د پلار عکس رسم شو.

اکيکو وايي پلار به یې کله کله ويل، چې د يوه کانال د جوړيدو سره ۱۰۰ کلنيکونو ته اړتیا کمیږي او په وچکالي ځپلي هيواد کې به د اوبو لپاره د لويو ويالو او کانالونو د جوړولو لپاره پخپله کار کوي.

دا زیاتوي، چې د افغانستان خلکو یې پلار په ښه ډول پېژندلی و او دې هم افغانستان ته تر تګ وروسته نوی احساس پيدا کړ.

دې ویلي»« په دې پوه شوم چې د پلار کار مې څومره اغیزناک و ، له افغانانو سره بايد نورې مرستې هم وشي.»

اکيکو وړاندې وايي« زما ياديږي چې پلار به مې په کور کې د اوبو د لارو نقشې رسمولې، له ما څخه يې د رياضي کتاب په پور وغوښت او ما ورته د خپل ښوونځي څخه راوړ خو ما ورته وويل چې هر ډول کېږي ساتنه به يې کوې،خو زه لا اوس هم کور کې اکثريت وخت داسي احساس کوم چې پلار مې په اوږدې رخصتۍ افغانستان ته تللی او بيرته راځي.»

خو د دې په خبره دا به د خپل پلار پر قدمونو قدم ږدي، ارمانونه به يې پوره کوي او په افغانستان کې به د پخوا په څير د دوی کارونه جريان ولري.

ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور و تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له لوري له خپلو څلورو ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل شو.

ناکامورا شاوخوا ۳۰ کلونه د روغتيا او کرنې په برخه کې د افغانانو لپاره خورا نه ستړي کېدونکې کارونه کړي وو او د تېرو ۱۳ کلونو را په دې خوا یې د ننګرهار لپاره د اوبولګونې او زیات شمېر کانالونو په ایستلو سره بې ساري خدمتونه وکړل، چې د ولسمشر اشرف غني له لورې د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي