امریکايي ځواکونو یو ځل بیا پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي

17 جوزا 1399 ساعت 8:43

امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په فراه او کندهار ولایتونو کې پر هغه وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې د افغان پوځ پر پوستو یې د برید پلان درلود.


امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په فراه او کندهار ولایتونو کې پر هغه وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې د افغان پوځ پر پوستو یې د برید پلان درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لېګېټ پرون جمعه د غبرګولي ۱۶ مه  پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، فراه کې تېره شپه هوایي برید کې ۲۵ طالب وسلوال په نښه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه راز غرمه کندهار کې هم پر طالب وسلوالو یې هوایي برید شوی او دا د اختر له درې ورځني اوربند راهیسې لومړی ځأ دی، چې ځواکونه یې پر وسله والو طالبانو برید کوي.

لېګېټ په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویلي،‌ خو زیاتوي‌ چې دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم شوي‌ دي.

په افغانستان کې  دامریکايي ځواکونو ویاند کرنل لېګېټ‌ پر ټولو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي،‌ چې ورسره د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه پر دوی د خپل نوي ایتلافي ملګري د امریکا هوایي بریدونو په اړه څه نه دي‌ ويلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com