بدخشان: د طالبانو ولسوال او ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي

17 جوزا 1399 ساعت 11:09

د بدخشان د پولیسو ویاند تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.


د بدخشان د پولیسو ویاند تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ثناالله روحاني وايي، دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۶ مه) د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د درخان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه درخان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو  تر منځ نښته شوې، چې په کې د طالبانو تش په نوم ولسوال له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.

خو په وینا یې کله چې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان مزار له خپلو سرتېرو سره د امنیتي ځواکونو مرستې ته ودانګل درخان سیمې ته نېږدې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې قوماندان مزار چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان و له ۹ پولیسو سره وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:بدخشان

 


د مطلب کود: 128437

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com