سید آکبر اغا: ښايي بین الافغاني خبرې قطر یا جرمني کې وشي

17 جوزا 1399 ساعت 11:12

د سولې له پروسې باخبره کسان وايي، ښايي د افغان سولې په تړاو د بین الاافغاني خبرو کوربتوب قطر او یا هم جرمني وکړي.


د سولې له پروسې باخبره کسان وايي، ښايي د افغان سولې په تړاو د بین الاافغاني خبرو کوربتوب قطر او یا هم جرمني وکړي.

د جمهور آژانس د  خبر له مخې پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا زیاتوي، چې د پوره پنځه زره طالب زندانیانو تر خلاصون وروسته ښايي د دغو خبرو کره ځای او نېټه مشخص شي.

سید اکبر اغا، قطر د بین الافغاني خبرو لپاره مناسب ځای بولي او وايي، جرمني ځکه د دغو خبرو کوربتوب نشي کولی چې هلته د بن کنفرانس ترسره شوی او افغانستان کې ډېری اړخونه له یاد کنفرانس ښې خاطرې نه لري.

په همدې حال کې ښايي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د بین الافغاني خبرو د کره نېټې او ځای د مشخص کولو په هدف په راتلونکو ورځو کې کابل ته راشي او له حکومتي مشرانو او افغان سیاستوالو سره به د بین الافغاني خبرو لپاره د ځای او نېټې د مشخص کولو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون جمعه دوحې ته رسېدلی، چې له طالبانو سره د اورکم او بین الاافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې  وکړي.

خلیلزاد به له قطر وروسته اسلام آباد او بیا کابل ته هم راشي او له افغان چارواکو سره په همدې تړاو سلا مشورې  وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com