زابل کې هم ماین چاودنې او جګړې ۱۰ امنیتي سرتيري وژلي

17 جوزا 1399 ساعت 11:23

کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو پر موتر تر چاودنې وروسته د دوی او طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته شوې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو پر موتر تر چاودنې وروسته د دوی او طالبانو تر منځ  نښته رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۶ مه د زابل ولایت په لویه لار د آنتن پوستې په سیمه کې د افغان ځواکونو په هاموي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.

سرچینه زیاتوي، چې  له دغه چادنې  وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په چاودنه او جګړه کې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې موټر سایکلونه یې ویجاړ او یو شمېر وسلې او مهامات یې نیول شوي  دي.

ارین وايي، په دغه  نښته  کې د افغان ځواکونو درې  هاموي موټرونه او یوه رنجر هم ویجاړ شوي  دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ویلي.

دا په  داسې حال کې ده، چې تېره شپه په بدخشان ولایت کې بیا په سیمه ییزه پولیسو ماین چاودنه شوې، چې د قوماندان په ګډون ۱۰ سرتېري په کې وژل شوي  دي.

دا چاودنه هم هغه مهال شوې، چې  سیمه ییز پولیس د امنیتي ځواکونو چې  له طالبانو سره په جګړه کېوتي وو مرستې ته ور روان وو.

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په دغه جګړه کې د طالبانو یو تش په نوم ولسوال هم له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 128439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com