افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۹۵۵۱ ته ورسېدې

17 جوزا 1399 ساعت 14:48

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۹۵۵۲ تنو ته رسېدلي دي.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۹۵۵۲ تنو ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه راز وزارت زیاتوي، چې په تېره شپه او ورځ کې ۱۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي، چې ورسره د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۷ تنو ته ورسېده او ۶۸ تنه ترې رغېدلي، چې د روغو کسانو شمېر ۱۸۳۰ تنو ته  رسېدلي دي.

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي، د حکومت د تازه پرېکړې له مخې له دې وروسته په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري دي او دا امر به سر له سبا څخه پلی شي.

جمهورخبري آژانس:محمدرقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 128443

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128443/

جمهور
  https://www.jomhornews.com