د خوست د امنیت مدیر او پکتیا کې دوه سرحدی پولیس وژل شوي

18 جوزا 1399 ساعت 10:03

په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د امنیت یو مدیر او دوه سرحدی پولیس وژل شوي دي.


په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د امنیت یو مدیر او دوه سرحدی پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د غبرګولي ۱۷ مه د خوست په ځاځي میدان او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

د خوست د والي ویاند تایید کړې، چې د دې ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

بل خوا د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو چاودنه شوې، چې دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د چارواکو په وینا چاودنه د سرحدي پولیسو په هاموي موټر د پټان ولسوالۍ د مقبلو دره کې شوې ده.

تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com