۰

سر له نن څخه د تورو ښيښو په موټر بندیز ولګېد

یکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
کورنیو چارو وزارت سر له نن یکشنبې د غبرګولي ۱۸ مې د تورو ښيښو لرونکو ټولو شخصي او دولتي موټرو کابل ښار کې د تګ راتګ بندیز ولګاوه.
سر له نن څخه د تورو ښيښو په موټر بندیز ولګېد
کورنیو چارو وزارت سر له نن یکشنبې د غبرګولي ۱۸ مې د تورو ښيښو لرونکو ټولو شخصي او دولتي موټرو کابل ښار کې د تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز کورنیو چارو وزارت په بې اسناده موټرو، زغروالو موټر او بې جوازه موټرو هم بندیز لګولی دی.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د موټرو په باډۍ یا شاتنۍ برخه کې د ساتونکو کښېنول او په غیررسمي وخت کې د دولتي موټرو ګرځېدا منع ده.

د کورنیو چارو وزارت د پخوا په څېر ویلي چې د تازه اعلان شویو مقرراتو د سرغړونکو په وړاندې به جدي اقدامات وشي.
 
د یادونې ده، چې د کورنیو چارو وزارت تر دې پخوا هم په ځلونو د تورو ښیښو پر موټرو او د غیرقانوني وسلو په لرلو بندیزونه لګولي خو تراوسه پورې د دغه وزارت اوامر په کلي توګه نه دي عملي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي