۰

لوګر کې وسله والو دوه خویندي وژلي دي

یکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو دوه ښځې خویندې په ډزو وژلې دي.
لوګر کې وسله والو دوه خویندي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو دوه ښځې خویندې په ډزو وژلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۱۷ مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د مغل خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لوګر امنیتي مسوولین وايي، دغه دوه خویندو د یوې حقوقي قضیې په ترڅ کې خپله یوه اندازه ځمکه پر یوه ځايي اوسېدونکي خرڅه کړې وه.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي زیاته کړه، چې یادې خویندي د ځمکې په بدل کې د پیسو تر لاسه کولو وروسته په خپل موټر کې تر برید لاندې راغلې او وژل شوي دي.

دی وايي، برید کوونکي درې تنه و او د دغه ښځو تر وژلو او پیسو اخستلو وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

شاهپور زیاتوي، چې په وژل شویو ښځو کې  یوه هم مېرمن پښتون وه، چې شاوخوا یو کال مخکې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د مامورې په توګه دنده ترسره کړې وه، خو خور یې دنده نه درلوده.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیتسی،  خو امنیتي چارواکي يي  پړه پر طالبانو اچولي، مګر طالبانو لا څه نه دي  ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي