۰
امنیت شورا:

نور بندیان هله خوشي کوو، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړی

یکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې حکومت د طالبانو زر تنه نور زندانیان هم خوشي کوي.
نور بندیان هله خوشي کوو، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړی
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې حکومت د طالبانو زر تنه  نور زندانیان هم خوشي کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، دوی د زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي، خو په دې شرط چې طالبان تاتریخوالی کم کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د غبرګولي ۱۸ مه رسنیو ته ویلي، حکومت د ټولټال ۳ زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه پر خپله پخوانی ژمنه ولاړ دی.

دی وايي، تر اوسه پورې څه کم درې زره طالب بندیان خوشي شوي او پاتې نور به هم خوشي شي، خو په وینا د نورو طالب بندیانو د خلاصون مسله د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو له کمېدو سره تړلې ده.
 
د یادونې ده، چې پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سرچینو ویلي وو، د طالبانو له لوري د یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو له خلاصونه وروسته یې پرېکړه کړې چې ډېر ژر ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي