۰
د ناټو مشر:

د سولې بین الافغاني خبرو او افغان ځواکونو ملاتړ کوو

سی شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې سولې ته د رسېدو یوازینې لار بین الافغاني خبرې دي او دواړه لوري باید د خبرو د پیل لپاره مهم ګامونه پورته کړي.
د سولې بین الافغاني خبرو او افغان ځواکونو ملاتړ کوو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې سولې ته د رسېدو یوازینې لار بین الافغاني خبرې دي او دواړه لوري باید د خبرو د پیل لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ چې پرون د غبرګولي ۱۹ مه د (ناټو ۲۰۳۰) په نوم په یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې ناټو سازمان د بین الاافغاني خبرو ملاتړ کوي او د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته به دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ناټو تر ټولو لویه لاسته راوړنه هم د افغانستان امنتي او دفاعي ځواکونه دي.

ده دا هم ویلي، چې دغه سازمان د امریکا او طالبانو تر منځ د شوی توافق هرکلی کوي، ځکه دا په افغانستان کې د اودږمهاله سولې لپاره لومړی او تر ټولو مهم پړاو دي.

هغه ټينګار کړي، چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله هغه مهال حاکمېدای شي، چې افغانان په خپلو کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت مذاکرات وکړي.

د ناټو مشر ویلي«موږد دې ملاتړ کوو او فکر کوو چې تر ټولو غوره لاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنه ده چې هغوی په خپله په خپل هېواد کې سوله او امنیت ټينګ کړي.»

د هغه په وینا اوس ‌مهال په افغانستان کې وضعیت له ننګونو سره مخامخ دی، خو تر ټولو لویه لاسته راوړنه همدا ده چې په دغه هېواد کې پياوړی امنیتي ځواک شته، چې په خپله د ترورېزم سره د مبارزې توان لري.

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو خبره کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته خپل نوی سفر پیل کړی دی.

د خلیلزاد د سفر له پیل او له افغان او پاکستاني چارواکو او طالب استازو سره تر لیدنې وروسته ویل کېږي، بین الاافغاني خبرې به روان جون میاشت پیل شي.

باوري سرچینو ویلي، دغه خبرې به د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي، چې لومړی غونده به یې د کرونا ویروس له امله د ویډیويي کنفرانس له لارې وي.

راپورونه وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله هم د بین الاافغاني خبرو له پیل سره موافقه کړې او اوس مهال طالب مشران د دغه خبرو په اجنډا کار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله ویلي، حکومت بین الاافغاني خبرو ته پوره چمتو دی، هلیه ده، چې طالبان هم مهم اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي