۰

د ناټو سرمنشي او ولسمشر ټرمپ په افغانستان غږېدلي

سی شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۸
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
د ناټو سرمنشي او ولسمشر ټرمپ په افغانستان غږېدلي
 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستولټنبرګ ویلي، له ښاغلي ټرمپ سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې هم خبرې کړې دي.

د دې خبرو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د ناټو مشر تر دې خبرو وړاندې په یوه غونده کې ویلي، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې موافقې، د بین الاافغاني  خبرو د پیل ملاتړ کوي او دغه راز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ناټو سرمشنی او ټرمپ پر داسې  مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا سیمې ته په سفر را وتلی او ویل کېږي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به روانه جون میاشت د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

راپورونه وايي، د  طالبانو  مشر ملا هبت الله هم د بین الاافغاني خبرو سره موافقه کړې او اوس مهال طالب مشران د دغه خبرو پر اجنډا کار کوي.

ویل کېږي د افغان حکومت او  طالبانو تر منځ د خبرو لومړي غونډه به د کرونا ویروس له امله د ویډیويي کنفرانس له لارې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي